د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وایي د رایو له بیا شمېرلو مخکې باید د هر صندوق د معتبرو رایو شمېر روښانه شي.
د دغه ټيم دویم مرستیال اسدالله سعادتي ویليکه چیرې د ټاکنو کمیسیون له نوماندانو سره له هوکړې پرته د بیا شمیرنې بهیر پيل کړی، د کړکیچ پړه به د دوی پر غاړه وي.
نوموړي نن جمعه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، کومې رایې چې تراوسه د ټاکنو کمېسیون مرکزي سېسټم ته لېږدول شوي، معتبرې او باطلې رایې دي او له بیاشمېرنې مخکې باید سره بېلې شي.
هغه یو ځل بیا د شاوخوا ۳۰۰ زره رایو چې ۱۳۷ زره او ۶۳۰ رایې یې د درملوګ دستګاوو په قرنطین کې دي، ۱۰۲ زره او ۱۲ رایې د رایې ورکولو له مهاله دباندې او دغه راز له تصویرونو نه د اخیستل شویو تصویرونو او تکراري تصویرونو رایې دي او لا هم نه دي چاڼ شوي او ترڅنګ یې د هغو ۷۰۰ دستګاوو د رایو باطلولو غوښتنه وکړه چې میموري کارټونه یې ورک شوي دي.
سعادتي زیاتوي، د هغو ۲ زره او ۴۲۳ محلونو رایې هم باید لرې شي چې هېڅ بایومټریکي معلومات یې په اړه نشته او په وینا یې، اجازه به ور نه کړي چې له درغلیو ډکې رایې وشمېرل شي.
ویل کیږي د ټاکنو کمیسیون ټولې چارې د کمیسیون او نوماندانو ترمنځ د اختلافونو له امله دریدلي دي.
بله خوا د ټاکنو کمیسیون وایي دوی له معترضو نوماندانو سره مذاکرات پيل کړي او هڅه کوي چې یوې نتیجې ته ورسیږي.
ټاکل شوې وه پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو دا کار ونه شو.