کابل پوهنتون د کانګو په اړه یوه څېړنه ترسره کړې چې له مخې یې په کابل کې ۴۲۰۰ څاروي کتل شوي چې، لدې جملې د ۳۵ سلنه څارویو په بدن کې د کانګو وایروس لېږدونکې «کنې» پیدا شوې دي.
ددغې څېړنې ترسره کوونکو نن دوشنبه په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبرې ناستې پرمهال له خلکو وغوښتل چې د قربانۍ پرمهال باید له دستکشو، عینکو، ماسک او موزو څخه ګټه واخلي تر څو ددغې مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغۍ مخه ونیول شي.
د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي.
ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده چې، ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي.
دغه له حیوان څخه انسان ته او له یوه انسان نه بل ته د اړیکو، ترشعاتو او د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدول کیږي.