د پکتیکا ګومل ولسوالۍ اوسیدونکي وایي پاکستاني ځواکونه له پولې دیخوا ته هغه سیمې لاندې کړي چې د جلغوزو ځنګلونه او د کروماتو زیرمې پکې دي.
دوی وایي د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په رادان سیمه کې د اغزن تار غځولو چارې هم پيل کړي دي.
د سیمې اوسیدونکو ویلي دوی په دې اړه خپلې اندیښنې د ولایت چارواکو سره شریکې کړي دي.
پکتیکا کې دسرحدي ځواکونو قومندان، محمد ظریف ځاځي ویلي دوی سیمه له نږدې کتلې او اجازه نه ورکوي چې پاکستاني ځواکونه په سیمه کې اغزن تار ولګوي.
د افغانستان په ختیځو او سویلي ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه او پرمختګ د نن او پرون خبره نه ده، بلکې په کراتو په دې اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
څه موده وړاندې د خوست تڼیو ولسوالۍ کې هم د سیمې خلکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.
دوی ویل پاکستاني سرتیري له پولې دې غاړې ته پوستې جوړوي، خو دولت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي.