د رایو د بیا شمیرنې بهیر په ټول هیواد کې درول شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون په یوه خپاره کړي پریکړه لیک کې ویلي چې د رایو بیا شمیرنې بهیر د هیواد په ټولو ولایتونو کې درول شوی دی.
د پریړه لیک په اساس د رایو هغه محلونه د رایو صندوقونه یې خلاص شوي دي،له دې امره مستثنا دي.
د ټاکنو کمیسیون وایي دا کار د یو شمیر نوماندانو، مدني ټولنې غړو او څارونکو بنسټونو اندیښنو ته رسیدنې لپاره شوی دی.
همداشان سرچینې وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یو ځل بیا ځنډیدلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ددې کار لامل د رایو بیا شمېرنې پر سر د جنجالونو دوام بللی دی.
ټاکل شوې وه چې دغه پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.