د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بیچینګ بین الافغاني خبرو لپاره د جګړې ټولو اړخونو سره په اړیکه کې دي، ترڅو ډاډمن شي چې ټولې خواوې دغه ناسته کې ګډون کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جینګ شونګ ویلي دوی د طالب مشرانو، د افغان دولت له چارواکو او افغان سیاستوالو سره په خبرو لګیا دي، ترڅو په راتلونکې اونۍ کې د چین بین الافغاني ناستې لپاره د دوی له ګډونه ډاډمن شي.
جینګ شونګ ویلي دا چې چین د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره لاره برابري خوښ دی او له خپل ټول توانه به ګټه واخلي ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات چې د سیمې ټولو هیوادونو لپاره دي، تامین شي.
په همدې حال کې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، دنګ ژونګ د پاکستاني چارواکو سره لیدنې لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
دنگ ژونګ د سولې بهیر د دوام ډاډ لپاره د چین او پاکستان همکاري ډیره اړینه بللې ده.
هغه ویلي پاکستان په دې برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي او بیجینګ په دې برخه کې له اسلام اباد سره کار کوي.
د بیجینګ ناسته چې ټاکل شوې وه په تیره اکټوبر میاشت کې ترسره شي د یو لړ دلایلو له امله وځنډیده.
اوس ټاکل شوې ده چې دغه ناسته د راتلونکې اونۍ په پای کې جوړه شي.
ویل شوي چې دغه ناسته کې د افغانستان دولت له خوا ۷ استازي او د افغان سیاستوالو او سیاسي ګوندونو ۱۸ استازي ګډون وکړي.