د کابل پنځلسمې حوزې اړونده سیمه کې د یوه موټربم برید په پایله کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې ویلي چې دا برید نن چهارشنبې سهار شاوخوا ۷:۲۰ د پنځلسمې حوزې فهیم سړک کې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر اوسه ۷ ملکیان وژل شوي او ۱۰نور ټپيان شوي دي.
دا برید داسې حال کې شوې چې پرون ولسمشر غني اعلان وکړ چې د حقاني شبکې لوړپوړی غړی انس حقانی د تاوتریخوالی د کمیدو په شرط خوشې کوي.
سرچینه وایی دا برید د یوه ټونس ډوله موټر په مرسته د (ورلډ ګارډ) په نوم خارجي امنیتي کمپنۍ پورې اړوند لنډکروزر موټر باندې شوی دی.
په پيښه کې د یادې کمپنۍ ۴ څلور کار کوونکي هم ټپيان شوي دي.