د افغانستان د ټاکنو کمیسیون غړو د یوې خبري ناستې پرمهال لفظي شخړه وکړه.
دا شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې مولانا عبدالله د ځان په اړه د یونما د اعتراضیه لیک په غبرګون کې د لیکل شوي لیک لوستل پيل کړل.
د کمیسیون مشره، حوا علم نورستانۍ او د دارلانشا مشر حبیب الرحمان ننګ هڅه کوله چې مولانا د لیک له لوستو وګرځوي، خو د مولانا له توند غبرګون سره مخ شو.
ښاغلي مولانا په دې لیک کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یونما په غیر مسلکي او له صلاحیتونو ناسمې ګټې اخیستنې تورن کړ.
مولانا پر ځان د لګول شوي تور په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه.
مولانا عبدالله د یونما لیک غیر مسلکي، په اداري چارو کې لاس وهنه او له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخیستنه یاد کړ.
یونما پرون د ټاکنو کمیسیون ته د مولانا عبدالله په اړه یو اعتراضیه لیک واستوه، چې ګني د ټاکنو کمیسیون یوه کارکوونکي ته یې سپکاوی او د مرګ ګواښ کړی دی.
مولانا پر ځان لګول شوی تور بې بنسټه وباله.
هغه د کمیسیون پر نورو غړو هم دا تور ولګاوه چې ګواکي هڅه کوي دی له له خبرو کولو وګرځوي او چوپه خوله پاتې شي.
له دې اختلافونو ښکاري چې د افغانستان ټاکنې له بحران او بندښت سره مخ شوي او د یوې شفافې ټاکنې شفافې پایلې د لرلو هیله، په اوبو لاهو کیږي.