افغانستان لپاره د ظرفیت جوړونې په برخه کې د هند او چین ګډ پروګرام په دویم پړاو کې دغه هیوادونه د افغان ډیپلوماټانو یوې ډلې ته روزنه ورکوي.
د هندي او چیني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ دغه افغان ډیپلوماټان چې شمیر یې لسو تنو ته رسیږي پرون دوشنبې یې د روزنې چارې پيل شوي دي.
دغو کسانو ته د دوو اونیو لپاره په نوې ډیلي کې د هند بهرنیو چارو وزارت اړوند د بهرنیو خدماتو انسټیټیوټ ( اېف اېس ای) کې روزنه ورکول کیږي.
هندي چارواکو ویلي دغو کسانو ته د نړیوالو موضوع ګانو، څو اړخیزو دیپلوماسیو، دیپلوماتیکو مهارتونو او ځینو نورو موضوع ګانو په تړاو معلومات ورکول کیږي.
د یادولو وړ ده چې د تیر کال په اکټوبر کې هم یو شمیر افغان ډیپلوماټان د هند او چین دغه پروګرام له لارې روزل شوي و.