امریکا له طالبانو سره د هوکړې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان رول مهم بللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس وویل: «زه په ډاګه وایم چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی شي.»
دا په داسې حال کې دي چې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې پاکستان تر خپلې وسې د افغان سولې په برخه کې اسانتیاووې رامنځته کوي.
عمران خان همدارنګه ویلي چي، له افغان طالبانو سره ګوري ترڅو هوکړې کولو ته یې قانع کړي.
بلخوا هند په دې وروستیو کې په رزګونه سرتیري په جمو او کشمېر کې ځای پر ځای کړي، په سیمه کې یې بیړنی حالت اعلان کړی او د مخابراتو او تګ راتګ په برخو کې یې ځینې محدودیتونه لګولي او د سیمې کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.
دا په داسې حال کې دي چې، امریکا د بهرنیو چارو وزرات په دې وروستیو کې ویلي چې، د یو لړ نورو مساییلو سربېره د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ کولای شي د افغان سولې په پروسه اغیزه وکړي.
د کشمیر د موضوع په اړه د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس وویل: «لکه څرنګه چې تاسې یادونه وکړه، د راپورونو له مخې په کشمیر کې خلک نیول شوي، په همدې دلیل مونږ جدي څېړنو ته ادامه ورکوو.»
مورګان اورتاګوس زیاتوي چې امریکا به د کشمیر د کشالې د حل په موخه له هند او پاکستان سره خبرې وکړي.