د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر، مولانا محمد عبدالله هغه تورونه رد کړل چې ګني ده د ټاکنو کمیسیون کې چاته سپکاوی کړی دی.
ښاغلی عبدالله نن دوشنبه کابل کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال وویل هیڅ وخت یې چاته د دین او مذهب په نوم سپکاوی نه دی کړی او نه یې څوک په مرګ ګواښلي دي.
دا غبرګون له هغه وروسته شوی چې کابل کې د نړیوالې ټولنې دفتر یا یونما په یوه اعلامیه کې د مولانا عبدالله له چلنده د ټاکنو کمیسیون ته شکایت وکړ.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ګني مولانا عبدالله د کمیسیون یوه غړي ته سپکاوی کړی او هغه ته یې د مرګ ګواښ کړی دی.
ښاغلي عبدالله په خبري ناسته کې د یونما له مشرانو وغوښتل چې د هغو (چینلونو) بې بنسټه خبرې ونه مني چې ټاکنو کې د یوه مشخص نوماند پلوي کوي.
هغه وویل دی به پخپله د هغه کس په اړه قانوني اقدام کوي چې پر ده یې تور لګولی دی.