د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخوانی مشر، رحمت الله نبیل پر نړیوال غږ وکړ چې د ټاکنو بهیر کې په بې پرې توګه چلند وکړي.
ښالي نبیل چې نن دوشنبه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل د امریکا او نړیوالې ټولنې په ګډون نړیوال هیوادونه باید داسې هڅه ونه کړي چې ټاکنو کې درغلیو ته مشروعیت ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو ورځو کې د ټاکنو بهیر له پراخو جنجالونو سره مخ شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د ځینو محلونو د رایو د بیا شمیرنې بهیر پيل کړی دی.
خو د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په ګډون یو شمیر ټاکنیزو ټیمونه د کمیسیون دې پریکړې سره سخت مخالفت ښودلی دی.
دوی وایي ډیری هغه محلونه چې رایې یې شمیرل کیږي هیڅ بایومټریکې اساس نه لري.
ښاغلي نبیل وویل درغلي او د درغلیو پر مټ حکومت افغانستان له پریکنده ماتې سره مخ کوي.
هغه وویل د افغانستان خلک یو ځلې په ۲۰۱۴ کال کې د درغلیو د حکومت تاوان پرې کړی، خو اوس نور د دې کار توان نه لري.
هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې په هیڅ صورت کې د درغلیو ملاتړ ونه کړي.
نبیل وویل کیدای شي امریکا او نړیواله ټولنه د درغلیو منلو سره خپلو ځینو تکنوکراتانو او ډیموکراتو ته ګټه ورسوي، خو دا به د افغانستان د خلکو پر وړاندې یوه لویه جفا وي.
نبیل په غوڅ ډول وویل نور هیڅ ډول درغلیو ته اجازه نه ورکوي او خلک باید پرېنږدي چې نور هیوادونه زموږ برخلیک وټاکي.
ښاغلی نبیل د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټیم باندې هم توندې نیوکې وکړې.
هغه وویل لوی څارنوال ته ویل شوي چې ځینو کسانو ته دوسیې جوړې کړي، ترڅو دوی غلي کړي.
د ده په وینا د شرم ځای دی چې یو څوک د ټولو دولتي امکاناتو درلود سره سره، درغلیو ته سترګې په لاره وي.
نبیل زیاته کړه چې د نورو بحرانونو ترڅنګ ټاکنیز بحران هم ورګډ شوی او ولسونه باید د قوم، سیمې او مذهب تر اغیز لاندې رانشي.