افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما ویلي د ټاکنو کمیسیون غړي د رایو شمیرنې او جمع بندۍ کې له پيچلو او ستونزمنو ننګونو سره مخ دي.
یونما یک تلویزیون ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي یونما ژمنه ده چې د ټاکنو کمیسیون غړو سره تخنیکي مرسته وکړي ترڅو د کمیسیون غړو باندې د رڼو او له درغلیو پاکو ټاکنو ترسره کولو لپاره ټینګار وکړي.
یونما ویلي دا مهمه ده چې د کمیسیون غړي د ټاکنو قانون ټولو اصولو ته درناوی وکړي، په خپلو کارونو کې روڼتیا په پام کې ونیسي، خپلو کارونو کې ځواب ویونکي ووسي او د پایلو ژر اعلانولو لپاره چارې ګړندۍ کړي.