د ټاکنو یو شمیر څارونکو بنسټونه د ټاکنو کمیسیون په روانو چارو نیوکه وکړه.
د ټاکنو کمیسیون نن په کابل کې د رایو بیا شمیرنې بهیر پيل کړی او اعلان یې کړی چې ډیر ژر به نورو ولایتونو کې هم دا بهیر پيل کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د ثبات او همپالنې ټیم په ګډون یو شمیر ټاکنیزو ټیمونو د کمیسیون دا کار د قانون خلاف بللی او له کمیسیونه یې غوښتي چې دا بهیر ودروي.
معترض ټیمونه وایي لومړی باید د پاکو او ناپاکو رایو تفکیک وشي او بې بایومټریکې رایې باطلې اعلان شي، له هغه وروسته د رایو بیا شمیرنه پيل شي.
د ټاکنو کمیسیون وایي نن یکشنبه یې کابل کې د څه باندې سلو محلونو رایې شمیرلي دي.
د بیا شمیرنې دغه بهیر کې یواځې د دولت جوړونکي ټیم څارونکي حضور لري.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه خبرداری ورکوي چې که چیرې کمیسیون دې کار ته دوام ورکړي، نو کیدای شي ټاکنې کړکیچ ته لاړې شي.
د افغانستان د ټاکنو څارونکو بنسټونو غړي هر یو حبیب شینواري او ناصر ناصری زاده یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل که چیرې کمیسیون د ټاکنیزو ټیمونو له استازو سره هوکړې ته ونه رسیږي او د بیا شمیرنې بهیر ته دوام ورکړي، ټاکنې د بحران پر لورې ځي.
د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم نن کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که چیرې د بیا شمیرنې بهیر کې د دوی څارونکي نه وی، دا بهیر مشروعیت نه لري.