د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم خپلو ولایتونو ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې د رایو بیا شمیرنې بهیر کې ګډون ونه کړي.
د ثبات او همپالنې ټیم وایي د ټاکنو کمیسیون غړي د قانون، لوایحو او طرز العملونو خلاف د رایو بیا شمیرنه پيل کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون د هیواد یو شمیر ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې هوډ کړی دی.
د ثبات او همپالنې ټیم وایي د بیا شمیرنې بهیر له پیل وړاندې باید پاکې او ناپاکې رایې بیلې شي او د چاڼ شوو رایو دقیقه شمیره معلومه شي.
د ثبات او پالنې ټيم په یوه اعلامیه کې چې نن شنبې خپره شوې راغلي: “له بده مرغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړونده قانون، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د خلکو له پاکو رایو څخه د تقلبي رایو د تصفیې او تفکیک په برخه کې زموږ له هڅو سره سره چې د خبرو اترو او تفاهم په صورت کې مو وکړې، له قانون ماتولو لاس وانخیست او وړاندې له دې چې د باطلو او له بایومیتریک پرته رایو تصفیه او تفکیک وکړي، د پاکو رایو سقف او د هر محل پاکې رایې مشخصې کړي، پرېکړه کړې چې په ولایاتو کې د بیا شمېرنې پروسه پیل کړي.”
په اعلامیه کې راغلي د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه تکراري رایې، له وخت بهر رایې او نورې تقلبي رایې نه دي جاڼ شوي.
اعلامیه وایي د ټاکنو د کمېسیون د پرېکړې له مخې هغو۲۴۳۲محلونو رایې هم بیا شمېرل کېږي، چې په اړه یې هېڅوک له موجودیت خبر نه لري او هېڅ ډول بایومیټریکي معلومات یې په اړه نشته.
دغه ډله ګواښ کوي چې که چیرې د ټاکنو کمیسیون د بایومټریک پرته رایو له چاڼولو پرته د رایو بیا شمیرنه پيل کړی، نو دوی به یې پر وړاندې غلي کښینني.
د ثبات او همپالنې ټیم خپلو ټولو ولایتي ټیمونو او څارونکو ته سپارښتنه کړې چې د بیا شمیرنې بهیر کې ګډون ونه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا اعلان کړی چې د رایو محلونو بیا شمیرنې لپاره تخنیکي وسایل چمتو شوي او له ټولو څارونکي یې غوښتی چې د دې بهیر څارنې ته حاضر شي.
د تلې د شپږمې نیټې ټاکنې د تیرو هغو په پرتله رڼې او د قناعت وړ بلل شوې وې او تمه دا وه چې ښایي پایلې یې هم ژر او په بې پرې توګه اعلان شي، خو ښایي دا ټولې هیلې او وړاندوینې بې ځایه وې.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه نیټه اعلان شي، خو دا چاره د لړم ۲۳مې ته وځنډیده.
اوس داسې ښکاري چې د لړم ۲۳مه کې هم د پایلو په ډاګه کیدل ناشوني دي.
پرون د کمیسیون یو کمیشنر، مولانا عبدالله هم رسنیو سره خبرو کې وویل چې په ټاکل شوې نیټه د پایلو معلومیدل، ناشوني دي.