یو شمېر سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې متن د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله لاس ته رسېدلی دی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ددغه هوکړه لیک په اړه خپاره شوي ریپوټونه ناسم بللي.
د سرچینو له قوله، په هوکړه لیک کې ویل شوي چې، په څلور نیمو میاشتو کې به څلور زره امریکایي سرتیري افغانستان پریږدي او وروسته به ددې لړۍ پر دوام په دوو کلونو ۸۰۰۰ سرتیري له افغانستان نه ووځي.
سرچینې زیاتوي چې، له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو وتل، له القاعده شبکې سره د طالبانو اړېکې پرېکول او له پنځو تر لسو زرو طالب بندیانو خوشي کول ددغه هوکړه لیک له مهمو برخو څخه دي.
سرچینو دا هم ویلي چې، ولسمشرۍ ماڼۍ ددغه هوکړه لیک له ځینو مادو سره مخالفت ښودلی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي توګه ددغه هوکړه لیک متن ته لاس رسی ردودي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه خپاره شوي ریپوټونه ناسم دي. صدیق صدیقي وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو د اتم پړاو له پیل یوه اونۍ وړاندې د ابتدایي هوکړه لیک ټول جزییات له افغان حکومت سره شریک کړي او له هغې وروسته په دغه پروسه کې پرمختګ نه دی شوی.
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د پای په لټه کې دی او ټینګار کوي چې، د افغان حکومت برخلیک ټاکل د افغانستان خلکو په لاس کې دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویانده همورگان اورتکس وایي: «په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر زیات دی او اړتیا ده چې، دغه جګړه پای ومومي.د همدې لپاره زلمي خلیلزاد د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډیر وخت مصرف کړ ځکه چې، موږ غواړو سولې ته ورسیږو. موږ د افغانستان له خلکو غواړو چې د حکومت برخلیک په اړه په خپله پریکړه وکړي او جګړه ختمه کړي.»
ورته مهال د ناټو عمومي منشي وایي، سره لدې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په افغانستان کې ددې سازمان د ځواکونو حضور به په ډاګه کړي، خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو په څېر د ترهګرو ډلو حضور په پار د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته په افغانستان کې د ناټو سرتیرو د حضور احتمال زیات دی.
د ناټو عمومي منشي ینس استولټنبرگ وایي: «په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره نړیوال ملاتړ او د ناټو غړوهېودونو ملاتړو ته اړتیا ده؛ دا خبره په بشپړه توګه شونې ده.»
بلخوا په قطر کې د طالبانو ویاند له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې، د سولې بهیر په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او بین الافغاني خبرې به هم د راتلونکو دوو اوونیو په موده کې پیل شي.
د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: «په وروستیو ټکو باندې خبري دوام لري او هیله من یوو چې په نږدې راتلونکې کې به یوې پایلې ته ورسیږو او د راتلونکو دوو اوونیو په لړ کې به بین الافغاني خبري پیل شي.»
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې، د افغانستان سولې اوسني بهیر په تړاو یې هڅې او لاسته راوړنې د ناروی هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره شریکې کړې دي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې ناروی د افغانستان سولې بهیر آسانتیا برابرولو لپاره یو ښه هېواد دی او کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د یو شمېر سرچینو له قوله، ددې احتمال شته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختر په دریمه یا څلورمه هوکړه لیک لاس لیک شي.