د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر چارو توندې نیوکې وکړې.
د شکایتونو کمیسیون غړو چې نن پنجشنبه یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې د رایو د بیا شمیرنې بهیر دې بې له ځنډه پیل کړي.
د شکایتونو د کمیسیون مشره، زهره بیان شینوارې په خپلو خبرو کې وویل د ټولو څه باند دوه زره محلونو له ډلې چې بیا شمیرنې ته ړتیا لري، د ۳۰ مرکزونو او ۱۰۵ محلونو رایې باطلې شوي دي.
د ۲۱۱۸ نور محلونو رایې بیا شمیرنې ته اړتیا لري.
اغلې شینوارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تورن کړ چې کني د پایلو ځنډولو سره یې قانون تر پښو لاندې کړی دی.
د شکایتونو کمیسیون بل غړي محمد قاسم الیاسي وویل د ټاکنو کمیسیون یو ځل د پایلو مهالویش نقض کړی او که چیرې بیا په ټاکلي وخت پایلې اعلان نشی، دوی به کرار کښینني.
دغه کمیسیون همداشان اعلان وکړ چې د ټاکنو کمیسیون یو شمیر سیمه ییز چارواکي یې څارنوالۍ ته معرفي کړي، چې د خوست او فراه د ټاکنو مشران او د کابل د ټاکنو کمیسیون د ټکنالوژۍ مشر هم پکې دي.
د شکایتونو کمیسیون په دوو پړاوونو کې له ۴۵۰۰ زیات شکایتونه څیړلي دي.
د شکایاتو کمیسیون وایي د درملوک شرکت باید د ټاکنو کمیسیون او سیاسي ګوندونو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایله د تلې په ۲۷مه نیټه اعلان شي، خو دا چاره د لړم میاشتې ۲۳مې نیټې ته وغځيده.
اوس یو شمیر کارپوهان وایي ممکنه نه ده چې کمیسیون د لړم په ۲۳مه د ټاکنې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.