وسله والو کسانو د پکتیا ولایت د استیناف محکمې څلور تنه قاضیان په ډزو وژلي دي.
دا پيښه نن پنجشنبه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل – لوګر لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي وویل دا پيښه د محمداغې ولسوالۍ په باقي اباد سيمه کې شوې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم تایید کړه چې قاضیان وژل شوي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو چارواکي وایي دا برید وسله والو طالبان کړی دی.
د کابل – لوګر لویه لاره د هیواد یوه نا امنه لاره بلل کیږي، چې ډيری وخت د محمد اغې په سیمه کې وسله وال راوځي او مسافر له موټرو ښکته کوي.