ولسمشرۍ ماڼۍ د وسله والو طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده ختریز پیغام د جګړې او ویرې پیغام بللی او ویلي یې دي چې، افغانان له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.
دا په داسې حال کې دي چې، د وسله والو طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په تازه پیغام کې غوښتنه شوې چې د افغانستان کړکېچ له سوله ییزې لارې حل کړي، خو ټینګار یې کړی چې، تر څو چې په دغه هېواد کې اشغال نه وي، ختم جګړې ته به دوام ورکوي.
د ملا هیبت الله په پیغام کې راغلي دي: «د تېرو اتلسو کلونو په اوږدو کې د بېلا بېلو پوځي ستراتيژیو ناکامي د دې لپاره بسنه کوي چې د شخړې د حل لپاره سوله ییزه لاره غوره شي. موږ د خدای په لار کې وسله وال جهاد کوو او د سولې او تفاهم بهیر هم پر مخ بیایو.»
بلخوا بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د مشر دغه پیغام ته توند غبرګون څرګند کړی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي:« افغانان هیڅ اړتیا نلري چې د طالبانو پیغام واوري. د طالبانو پیغام له بده مرغه وېرې، جګړې او وحشت پیغام دی. طالبان د ویجاړیو او ملکي وژنو اصلي عاملین دي. د دوی په دا ډول پیغامونو افغانان نه غولول کېږي. افغانان غواړي چې طالبان له جګړې لاس واخلي. موږ هیله من یو چې افغانستان کې سوله راشي. طالبان هره ورځ د افغانستان په هره برخه کې ملکي خلکو ته زیان رسوي.»
د ملا هیبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې له امریکا غوښتنه شوې چې د سولې په پروسه کې باید ریښتیني ګامونه پورته شي او په ورته وخت کې یې ددغې ډلې غړیو ته لارښوونه شوې چې د پروژو د ساتنې او همدارنګه په اختر کې د ښاریانو ساتنې ته پام وکړي.
طالب مشر دغه نوی پیغام په داسې حال کې خپریږي چې په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب استازو تر منځ د خبرو اتم پړاو روان دی.
په ورته وخت کې د طالبانومرکچي پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ وړمه شپه ازبیکستان ته تللی او ددې هېواد بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغان سولې په اړه لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، تر اوسه د بین الافغاني خبرو د ناستې لپاره ځای نه دی مشخص شوی.