داسې ګنګوسې خپرې شوي چې کیدای شي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو له خپلې دندې لاس په سر شي.
ویل کیږي چې مایک پمپیو به له استعفا وروسته د امریکا سنا جرګې ته د کانزانس ایالت په استازيتوب سیالي وکړي.
مایک پمپیو په تیر یوه کال کې کانزانس ایالت ته درې سفرونه کړي چې د زیاتو خلکو پام یې ځان ته جلب کړی دی.
دا ګمانونه داسې حال کې روان دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ استیضاح په اړه د تحقیقاتي بهیر د توجه په محراق کې قرار لري.
تر اوسه مایک پمپیو دې ګنګوسو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي