د لړمانو زهر په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه مایع بلل شوې ده، چې د بیلابیلو ناروغیو درمنلې لپاره کارول کیږي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم د لړمانو د پالنې زیات شمیر فارمونه جوړ شوي دي.
فارم لرونکي د میلیونو افغانیو په ارزښت د لړمانو فارمونه جوړي، ترڅو له زهرو یې یوه ښه ګټه ترلاسه کړي.
اوس تازه په هلمند ولایت کې د لړمانو یو فارم جوړ شوی، چې شل زره لړمان پکې ساتل کیږي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي هڅه کوي چې فارم لرونکو سره جواز ورکولو او نورو تخنیکي کارونو کې مرسته وکړي.
د لړمانو زهر نړۍ کې تر ټولو ګران بیه مایع ده، چې د نړۍ په بازارونو کې یې یو کیلوګرام زهر په ۱۰ میلیون ډالرو پلورل کیږي.
امریکایي او اروپایي هیوادونه د دې مایعاتو اصلي پيریدونکي دي.
دا مایع تر ډيره د انټي بیوټیکو جوړولو او د سرطان درملنې لپاره کارول کیږي.
د افغانستان د لړمانو فارم لرونکي وایي هر یو لړم په دریو میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي.
هلمند کې یو فارم لرونکي، حاجي پير محمد وایي د دوی هڅه داده چې بهر ته د لړمانو د قاچاق مخه ونیول شي.
حاجی پير محمد د هلمند له لرې پرتو سیمو لړمان ټولوي او خپل فارم کې یې پالنه کوي.
د کرنۍ وزارت وایي هڅه یې داده چې هیواد کې د لړمانو د پالنې فارمونه زیات شي.
تر اوسه په پروان، هرات او هلمند ولایتونو کې د لړمانو لوی فارمونه جوړ شوي دي او د کرنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې هم د لړمانو یو فارم د جوړیدو په حال کې دی.
په هرات کې د لړمانو فارم د ۵۰۰ زرو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.