افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي د هیواد ګټو لپاره هر ډول قرباني ورکولی شي، خو اساسي قانون به هیڅ کله معامله نه کړي.
ولسمشر غني دا خبرې تیر ماښام (دوشنبه) په ارګ کې د ولسي جرګې له یو شمیر غړو سره په لیدنه کې کړي دي.
ښاغلی غنی ویلي افغانان د داسې سولې غوښتنه کوي چې په هغې کې خلک امنیت، هوساینه او خپل حقونه وویني.
د ولسمشر په وینا د جمهوریت تر ټولو مهم اصل دا دی چې د هیواد درې واړه قواوې د جمهوریت ساتنې لپاره همغږي شي.
ده همداشان د سولې په خبرو کې د اساسي قانون او د ښځو حقونو ساتنې باندې ټینګار کړی دی.
بله خوا اجراییه مشر عبدالله عبدالله، نن ورځ کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر پیري مایدون سره پر سیاسي اوضا او ټاکنې اړوند خبرې کړي دي.