د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د پاکستان استخباراتي ادارې یا (ای اېس ای) د افغانستان سفیر وربللی او له هغه سره یې بد چلند کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا کار د دیپلوماتیکو موازینو او دودونو خلاف بللی دی.
ای اېس ای د یکشنبې په ورځ اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی و.
بله خوا یو شمیر کارپوهان وایي پاکستان باید د خپل دغه کار له امله بخښنه وغواړي.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل د افغانستان سفیر باید د پاکستان دغه غوښتنه نه وای منلی.
همداشان بل سیاسي کارپوه نصرالله ستانکزي وویل که چیرې د افغانستان سفیر د پاکستان استخباراتي ادارې ته وضاحت ورکړی وي، باید مجازات شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوها، فرامرز تمنا ویلي د افغانستان او پاکستان اړیکې تردې حده خړې شوي، چې باید د دواړو هیوادونو مشران پرې خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې کابل کې د پاکستان سفیر دوه ورځې وړاندې کابل کې خپله د ویزې ورکولو څانګه وتړله.
پاکستان ویلي دا کار یې د یو لړ امنیتي دلایلو له امله کړی او د خپلو دیپلوماتو امنیت په تړاو یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک هم ور لیږلی دی.