د پاکستان سفارت کابل کې خپله د ویزو ورکولو څانګه تر یوې نامعلومې نیټې پورې وتړله.
د پاکستان سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کار خپلو کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو له امله کوي.
پاکستان ویلي، چې دغه څانګه به تر بلې خبرتیا پروې تړلې وي.
بله خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون یکشنبه په هغه هېواد کې له افغان شارژدافیر سره په دې اړه خپل اندېښنه شریکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د دوی د سفارت کار کوونکي او مامورین سفارته پر لار خپلو موټرو کې ځورول شوي او موټرسایکلونه ورسره جنګول شوي دي.
خو یو شمیر کارپوهان بیا کابل کې د دوی کار کوونکو ته امنیتي ګواښونه یوه بهانه بولي او وایي چې د پاکستان کورني نازک حالت دوی دې کار ته اړ کړي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې له څو ورځو راهیسې د مذهبي ګوندونو له خوا پراخ لاریونونه روان دي.
د مولانا فضل رحمان په مشري جمعت اسلامي ګوند د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان د استعفا غوښتنه کړې ده.