د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر کورونو بریدونو کړي دي.
پکتیا کې زموږ همکار، خالد ذهین وایي نن ورځ له سهار راهیسې وسله والو طالبانو په ځاځي اریوب ولسوالۍ شګې په نوم سیمه کې د محلي پولیسو پر کورونو بریدونه کړي چې په پایله کې درې محلي پولیس او یوه میرمن ټپیان شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند، عبدالله حسرت د دې خبر په تایید سره ویلي چې سیمې ته تازه امنیتي ځواکونه رسیدلي او وسله وال طالبان یې په شا تمبولي او اوس جګړه دریدلې ده.
د یادولو ده چې له دې وړاندې د پکتیا په احمدخېلو او ځاځي اریوب ولسوالیو کې وسله والو طالبانو محلي پولیسو ته ګواښونه کړي و چې که دندې پرېنږدي، دوی به یې پر کورونو بریدونه وکړي.