د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله نهه تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چېدا پيښه نن شنبې سهار د درقد ولسوالۍ طاهریانو سیمه کې رامنځته شوې چې پایله کې یې۹ زده کوونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې زده کوونکي ښوونځي ته د ننوتلو په حال کې و.
که څه هم تر اوسه د دې پیښې مسوول نه دی معلوم شوی، خو د تخار د والي ویاند، جواد هجرې وویل دا ماین د طالبانو لوري ځای پر ځای شوی و.
جواد هجری وویل کومه سیمه چې چاودنه پکې شوې، د طالبانو په ولکه کې ده.