د امریکايۍ سینمایي څیرې لیندسي لوهن پلار د خپلې لور او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د اړیکو په تړاو توضیحات ورکړل.
میچل لوهن د همدې اونۍ په لړکې نیویارک پوسټ سره په خبرو کې ویلي لور یې د عربستان ولیعهد سره یواځې (افلاطوني او له درناوۍ ډکې) اړیکې درلودلې.
میچل لوهن دا خبره مردوده یاده کړه چې کني لور یې له بن سلمان سره د مینې تارونه غځولي و، هغه څوک چې لیندسي یې یو ښه سړی یادوي.
میچل ویلي: “دوی یواځې ښه ملګري دي، لیندسي په منځني ختیځ کې زیات شمیر ملګري لري، ځکه چې دې هلته زیات محبوبیت لري. لیندسي له بن سلمان سره ځکه اړیکه لري چې هلته مهم کارونه ترسره کوي او غواړي چې هلته خلکو سره مرسته وکړي، په ځانګړي توګه له کډوالو سره.”
د میچل په وینا لیندسي لوهن له محمد بن سلمان سره یواځې افلاطوني مینه لري او بس.
د لیندسي پلار وایي لور یې محمد بن سلمان یو ښه سړی بولي، هغه ځان خوندي احساسوي، تر خپل شواخوا ډیر نیک خلک لري او پوهیږي چې ځان څنګه کنټرول کړي.
وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي و چې کني لیندسي لوهن او بن سلمان د مینې پټ رازونه لري او د دوی ترمنځ زیاتې ډالۍ او کریډیټ کارډونه تبادله شوي دي.
خو د لیندسي یوه استازي هم د دوی ترمنځ د هر ډول شیانو د تبادلې رپوټونه بې بنسټه بللي دي.
افلاطوني مینه څه ډول ده؟
تر اوسه کیدای شي د مینې په تړاو زیات بحثونه شوي وي او د مینې ډولونه هم بیلې شوي وي.
افلاطوني مینه هم د مینې یو ډول دی چې د یونان له نامتو فیلسوف افلاتون له نومه اخیستل شوې ده.
افلاطوني مینه داسې ده چې هغې کې شهواني انګیزه او جنسي بُعد نه تر سترګو کیږي او ټولې پریکړې د منطق او د ماغزو منطقي غوښتنو پر اساس کیږی.
یو زیات شمیر کسان افلاطوني مینه یوه حقیقي مینه یادوي، ځکه چې حقیقي مینه کې د جنسي غرایزو لپاره ځای نه لیدل کیږي.
ځيني نور بیا وایي یو طرفه او خیالي مینې هم افلاتوني دي، خو په لنډ ډول ویلی شو چې افلاطوني مینه کې جنسي او شهواني غوښتنې مردودې دي.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې کني لیندسي لوهن اسلام منلی دی، ځکه چې نیویارک کې داسې حال کې لیدل شوې وه، چې قران کریم یې په لاس کې و.
هغې ترکیه کې د کډوالو لیدنې پرمهال حجاب هم اغوستۍ و او یوې ترکي رسنۍ سره یې خبرو کې ویلي و چې هغې قران لوستلی هم دی، کوم څه چې امریکا کې غوغا پرې جوړه شوه.
خو تر اوسه د هغې د مسلمانیدو ثبوت نه دی شوی.