د افغانستان بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې څارګرې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې چې د امریکا کنګرې ته یې وړاندې کړې، ویلي چې افغان ځواکونو ته له ۶۰سلنې زیات تلفات د طالبانو بریدونو پر وړاندې دفاع پرمهال اوښتي دي.
سیګار دا شمیرې د غوڅ ملاتړ ماموریت نه ترلاسته کړي دي چې د سږ کال اوړي راهیسې د جون له پيله د اګست تر وروستۍ پورې د تیر کال د همدې مودې په پرتله په تلفاتو کې پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.
سیګار ویلي د افغانستان حکومت د ۲۰۱۷ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره پټه کړې ده.
د سیګار د رپوټ پر اساس د سږ کال په اوړي کې د طالبانو بریدونه هم د تیر کال همدې موسم په پرتله زیات شوي دي.
رپوټ کې راغلي چې د طالبانو بریدونه د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۳۴۹۵ بریدونو نه د کال دریم موسم کې ۷۱۸۳ بریدونو ته زیات شوي دي.
طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې خپل بریدونه تر بل هر وخت زیات کړي دي.
پوځي شنونکي وایي دا بریدونه د دې لپاره زیات شوي چې طالبان غواړي د خبرو میز کې تر ټولو زیات امتیازات ترلاسه کړي.