د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیر ۲۰۱۸ کال کې ۱۷۰۰ میرمنې د سینې سرطان له امله مړې شوي دي.
عامې روغتیا وزارت وایي په ۲۰۱۸ کال کې ۳۰۰۰ میرمنې د سینې سرطان باندې اخته شوي دي، چې له دې ډلې ۵۶ سلنه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کافي تشخیصي امکاناتو او درملنې کموالی د سینې پر سرطان د میرمنو د مړینې اصلي عوامل بلل شوي دي.
افغانستان کې سرطان سره د مبارزې سفیره شینکۍ کړوخیل وایي افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمیر لوړ شوی او حکومت هم تر اوسه د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره د پام وړ اقدام نه دی کړی.
کابل کې د جمهوریت روغتون، یواځينی هغه روغتون دی چې د یادو ناروغانو درملنه کوي، چیرته چې د سینې پر سرطان اخته میرمنو لپاره یواځې دوه بسترونه لري.
روغتیایي کارپوهان وایي ډيری میرمنې په خاموشۍ کې او له تشخیص پرته د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځکه چې په دې اړه پوره پوهونه نه ده شوې.
یو شمیر بهرني بنسټونه بیا په دې برخه کې د همکارۍ او لاسنیوۍ ډاډ ورکوي.
د اقاخان د بنسټ استازی کابل کې د یوې غونډې پرمهال چې عامه پوهاوي لپاره جوړه شوې وه، وویل افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو له مړینې وروسته د سینې سرطان هغه ناروغي ده چې له میرمنو قرباني اخلي، خو دا هم وایي چې له امکاناتو پرته عامه پوهاوي هم د پام وړ مرسته نشی کولی.
ماشومان ته د مور له خوا شیدې نه ورکول، د نیشه توکو کارول او د وزن زیاتیدل، د میرمنو ترمنځ د سینې سرطان د پیدا کیدو عمده لاملونه دي.