د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي افغان دولت د پاکستان په غوښتنه د خبرو له لاري د سرحدي ستونزي د حل کولو پر ځای، دا موضوع رسنيزه کړي ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اسلام اباد د اکټوبر پر اته ويشتمه نيټه ددې موضوع د حل په موخه يوه طرحه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مسولينو ته وسپارله، خو افغانستان نه یواځې دا چې د دې طرحې په اړه یې ځواب نه دی ورکړی، بلکې دا موضوع یې رسنیو سره شریکه کړه.
پاکستان ویلي د ډیورنډ کرښه د نړیوالو قوانیو له مخې منل شوې ده او افغانستان په دې تړاو هیڅ موجه دلیل نه لري.
خو افغان چارواکي وایي دوی په وار وار پاکستاني چارواکو سره خبرو ته کیناستلي دي، خو کومه پایله یې نه ده وړکړې.
د يادولو وړ ده چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تيري يکښنبي او دوشنبي په ورځ هغه مهال جګړه رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل تر ډيورنډ فرضي کرښي راواوړي او د افغانستان په خاوره کې پوستي جوړي کړي.
دا پيښه د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
د دې ترڅنګ د خوست تڼۍ ولسوالۍ هم د افغان غاړې او پاکستاني پوځ ترمنځ پر کرښه د سیم لګولو پر سر شخړه شوې ده.
د راپورونو پر اساس افغان ملي امنيتي ځواکونو د پاکستاني پوځيانو مخنيوی کړی او د جګړې پر مهال يې شپږ پاکستاني سرتيري ټپيان کړي دي.