ټاکل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې د میرمنو د رسلینګ سیالي ترسره شي.
دا لوبه د دوې پیاوړو لوبغاړو ناتالیا او لیسی ایوانس ترمنځ، د ملک فهد نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.
د (WWE) یا (ورلډ رسلینګ انټرټینمنټ) امریکایي شرکت چې د رسلینګ لوبو د ترسره کولو مسوولیت لري، منلې ده چې په عربستان کې د لومړي ځل لپاره د میرمنو رسلنګ سیالي ترسره کوي.
د دې لوبې ترسره کول په سعودي کې د (فصل ریاض) تر نامه لاندې د مهمو پيښو یوه پیښه ده چې دوه میاشتې دوام کوي او د نړۍ ۱۰۰ بیلابیل ورزشي لوبې پکې ترسره کیږي.
سعودي عربستان چې د نړۍ د مسلمانانو تر ټولو سپیڅلي ځایونه پکې دي او مسلمانان د نړۍ له هرې برخې ورته اقتدا کوي د سختو اسلامي قوانیونو درلودو له امله شهرت لري، خو دا بهیر له تیرو څو کلونو راهیسې ورو ورو خپل مسیر بدل کړی دی.
له دې وړاندې په سعودي عربستان کې د میرمنو ازادۍ لپاره نادره اقدامات ترسره شوي دي.
د لوبو لیدو ته د میرمنو تلل، د میرمنو موټر زغلول، پرته له محرم نه بهرنیو هیوادونو ته د سعودي میرمنو سفر، د سینماګانو خلاصیدل، د موسیقۍ پروګرامونو جوړول او یو شمیر نور هغه کړنې دي چې نړۍ ته یې د سعودي یوه نوې څیره ور ښودلې ده.
دا ټول هغه څه دي چې د عربستان ځوان ولیعهد، محمد بن سلمان یې په لټه کې دی.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان تیر کال هم د رسلینګ لوبو کوربه و، خو د میرمنو لوبې په اړه کومه وړاندوینه نه وه شوې.