د پاکستان په ختیځه برخه کې په یوه ریل ګاډي کې د اورلګیدنې په پایله کې ۶۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا پيښه نن پنج شنبې سهار په یوه ریل ګاډي کې د ننه چې له کراچې نه راولپنډۍ ته روانه وه، رامنځته شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر اساس، دا پيښه د ګازو یوه بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه یې لا ډېرې پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته رسنیو سره شریک کړي.
د پاکستان د ریل ګاډي چارو وزیر ویلي د مسافرو یوه زیاته برخه هغه کسان و چې یوه تبلیغي اجتماع کې ګډون لپاره روان و.
د پاکستاني چارواکو په ویناد ځينو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. په پاکستان کې وخت ناوخت د ناسم ترافیکي سیستم د موجودیت له امله دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.
تیره جولای میاشت کې هم د کویټې او لاهور پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي بس موټر د ټکر کیدو له امله ۲۴ کسان وژل شوي و.