د افغانستان ملي امنیت ریاست خبر ورکړی چې، افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه په کابل ښار او بګرامیو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې، په ترڅ کې یې د داعش ډلې د چاودیدونکو واسکټونو او موټربم جوړلو درې مرکزونه له منځه وړي دي.
ددغه ریاست له قوله، د داعش ډلې غړو د کابل ښار د اتمې او پنځلسمې حوزې اړوند سیمو او بګرامیو ولسوالۍ کې د عامه خلکو د کورنو په منځ کې د ځانمرګو واسکټونو او موټربم جوړلو مرکزونه جوړ کړي وو او غوښتل یې چې په کابل کې ډله ییز بریدونو او چاودنې رامنځته کړي.
د یاد ریاست د اعلامیې له مخې، دغه عملیات د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي چې، پر مهال یې د داعش ډلې دوه غړي او درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د دغه ریاست په خبره، په عملیاتو کې د چاودیدونکو موادو ډک واسکټونو او درنو وسلو په شمول زیات شمېر سپکې وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې، نن چهار شنبه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه درنه موټر بم چاودنه رامنځته شوې ده.
که څه هم تردې دمه د چاودنې د تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي، خو د عامې روغتیا ویاند وحید مایار وایي، تراوسه د پیښې له سیمې څه کم ۱۰۰ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې ددغې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی چې ددغې ډلې د استازیو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.
بلخوا افغان امنیتي ځواکونو په بغلان کې د موټر بم چاودنې او ډله ییز مخه نیولې ده.
د ۲۰۹ قول اردو د خبرپاڼې له مخې، نن چهار شنبه سهار درې تنو ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې په بغلان کې کیله ګي کمپ ته د ننه شي، خو موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوي.
د خبرپاڼې له قوله، دوه بریدګر او له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر له منځه وړل شوی او یو بل بریدګر ټپي نیول شوی.