یو شمیر ټاکنیزې ډلې وایي د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان ځنډیدل د دغه بهیر روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن شنبې په یوه خبري ناسته کې وویل د کمیسیون دارلانشا تر راتلونکو دریو اونیو پورې د لومړنیو پایلو د اعلان وړاندیز کړی و، خو د کمیسیون مشرتابه دا وړاندیز نه دی منلی او ټینګار کوي چې پایلې باید له یادې مودې ژر اعلان شي.
د کمیسیون په وینا دوی به سبا دا معلومه کړي چې لومړنۍ پایلې کله اعلانیږي.
د یو شمیر نوماندانو استازي وایي د بایومټریک شوو رایو شمیره هم له هغې کچې کمه ده چې د ټاکنو کمیسیون یې اعلانوي او که چیرې د ټاکنو لومړنۍ پایلې زیات وځنډیږي د دغه بهیر روڼتیا ته زیان رسوي.
یو شمیر خبریالان وایي له هغه وروسته چې پایلې په خپله ټاکل شوې نیټه کې اعلان نشوې، په کمیسیون کې اطلاعاتو ته لاس رسي هم ستونزمنه شوې ده.
ښايي د دې ستونزې یو لامل د کمیسیون د مشرتابه او دارالانشا ترمنځ د نظر اختلافونه وي.
همدا شان ټاکل شوې وه چې د بایومټریک رایو د چاڼ بهیر هم د نن ورځې تر پایه پای رسیدلی وای او درملوک شرکت د چاڼ شوو رایو راپور کمیسیون ته سپارلی وای.
د دولت جوړونکي ټیم استازي د پایلو اعلان کې ځنډ د منلو وړ نه بولي او ټینګار کوي چې لومړنۍ پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي.
بله خوا د ثبات او همپالنې ټیم وایي په داسې حال کې چې کمیسیون بایومټریک شوې رایې یو میلیون او ۹۳۲ زره رایې اعلان کړې وې، خو اوس بایومټریک شوې رایې لدې نه کمې دي.
که چیرې نن د درملوک شرکت له لوري د تکراري رایو چاڼ بهیر بشپړ شي د ټاکنو کمیسیون د ولایتونو د رای ورکونې ورکزونو کې د تقبلي او مشکوکو رایو څيړلو بهیر پيلوي.