روسي چارواکو پر امریکا غږ کړی چې طالبانو سره د سولې خبرې یوځل بیا پيل کړي.
دا غوښتنه د امریکا، چین، پاکستان او روسیې په څلور اړخیزه ناسته کې چې پرون جمعه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړه شوې وه، شوې ده.
د دغې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې د جګړو له ښکيلو خواوو غوښتنه شوې چې تاوتريخوالی کم کړي او د سولې د خبرو په جریان کې اوربند وکړي.
دې اعلاميه کې له افغان حکومت او طالبانو هم غوښتنه شوې چې د بين الافغاني خبرو له پيل کېدلو سره سمد پام وړ بنديان ازاد کړي.
خپره شې اعلامیه کې له افغان حکومت او طالبانو څخه دا هم غوښتل شوي چې القاعدي، داعش او د ترکستان اسلامي غورځنګ ته دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ګټه واخلي او نورو هيوادونو ته ګواښ پيښ کړي.