د بيجينګ غونډه چې ټاکل شوي وه د رواني میلادي مياشتي په وروستيو کې د افغانستان د سولې په اړه جوړه شي، ځنډول شوې ده.
اسوشيټيډ پريس خبري رسنۍ د يو شمير چارواکو له قوله راپور خپور کړی چې د بيجينګ غونډه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي خو غونډي د جوړيدلو نيټه لا هم نه ده مشخصه شوي.
تر دې مهاله که څه هم ددې غونډي د ځنډيدلو لامل معلوم ندی، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت مخکې تر دې ويلي و چې افغان حکومت ددې غوڼډي پر ټول شموله کېدلو او د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کېدلو باندي ټينګار کوي.
ددې اژانس د راپور پر اساس ولسمشر غني په لومړيو کې د بيجينګ په غونډه کې د افغان حکومت د استازو له ګډون سره مخالف و، خو وروسته يې خپله پريکړه بدله کړه او ويې ويل چې افغان حکومت دې غونډي ته خپل استازي ور استوي.
بله خوا په مسکو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا، چین، پاکستان او روسیې په ګډون مشورتي ناسته کې چې پرون جمعه جوړه شوې، پر دې ټینګار وشو چې امریکایي استازي باید طالبانو سره دریدلي خبرې له سره پیل کړي.