د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د خښ شوي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه غړي چې پلار او زوی کیږي، وژل شوي دي.
د غزني د ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چاودنه د اندړو د نظر خان ګولایي ته څیرمه د ملکي کسانو پر یوه موټر شوې ده.
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي دغه ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په مرکزي برخه کې پروت ولایت دی چې وسله وال طالبان یې په ځینو سیمو کې پراخ حضور لري.