د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومټریک اطلاعاتو درلودونکو رایو د چاڼ بهیر چې د درملوک کمپنۍ له خوا پیل شوی نن شنبې پای ته رسیږي او پایله یې د ټاکنو کمیسیون ته سپارل کیږي.
د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي کله چې د درملوک کمپنې د چاڼ شوو رایو پایله ورته وسپاري، دوی د لومړنیو پایلو اعلانولو ته نیټه ټاکي.
د کمیسیون په وینا په دغه بهیر کې هغه رایې چې د ګوتې په دوه ځلي لګولو، تکراري عکس، د سهار له اوو بجو مخکې او ماښام له پنځو بجو وروسته او هغه رایې چې د کم عمره کسانو له خواکارول دي، د واقعي رایو له منځه بیلیږي.
د کمیسیون چارواکي وایيد بایومټریکي اطلاعاتو درلودونکو رایو د چاڼ بهیر تېره ورځ هم دوام درلود او ټاکل شوې ده د نن ورځې تر مازدیګره پای ته ورسېږي.
د ټاکنو د کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله ویلي هغه کسان چې د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټلي مرکز د کولپونو ماتولو کې یې لاس درلود، نن لویې څارنوالۍ ته معرفي کیږي.