نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړونده بیز سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.
د ننګرهار د والى وياند عطاالله خوګيانى وایي جلال اباد کې د ملي امنیت پر صفر دوه قطعې باندې ځانمرګی برید شوی دی او مرګ ژوبله هم لري.
د ننګرهار د روغتون چارواکي وایي دوی ته ۱۴ ټپیان او یو مړی ور وړل شوي دي چې ټول یې ملکي وګړي دي.
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوګيانى وايې جلال اباد کې ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي وګړي او درې د صفر دوه قطعې ځواکونو منسوبين وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي او ۶ د صفر دوه ځواکونو منسوبين ټپيان شوي دي .
د مالوماتو له مخې ټپيان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته يو شمېر رخصت شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.