د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي د تخار درقد ولسوالي یې په بشپړه توګه له طالبانو پاکه کړې ده.
ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې دې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسي د طالب جنګياليو پر ضد عمليات روان و.
دې وزارت ويلي چې نن جمعه سهار امنيتي ځواکونو دا ولسوالي د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه کړه.
دفاع وزارت ويلي چې ددې عملياتو پر مهال پنځوس طالب جنګيالي وژل شوي او په وينا يې ددې جنګياليو جسدونه اوس هم د جګړې په ميدان کې پراته دي.
ددې وزارت په خپري شوي اعلاميې کې ليکل شوي چې امنتيي ځواکونو ته د طالبانو يو شمير موټر او موټرسايکلونه هم لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده چې دفاع وزارت پرون هم د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.