افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي وروسته له دریو کلونو له طالبانو نیولې.
ملي دفاع وزارت نن پنج شنبې سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ولسوالۍ تیره شپه د دوی لاس ته لویدلې او طالبانو ته یې درانه تلفات ور اړولي دي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت وایي دوی له تیرې یوې اونۍ راهیسي بغلان کې عملیات پيل کړی او هڅه کوي چې دغه ولایت د طالبانو له شتون نه پاک کړي.
د بغلان دهنه غوري هغه ولسوالي ده چې تر اوسه څو ځلې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.