د بریټانیا پولیسو لندن ته څېرمه په یو کانټینر کې چې په یو ټرک موټر باندې ایښودل شوی و، د ۳۹ کسانو مړي موندلي دي.
پولیسو ویلي مړه شوي کسان ټول د بلغاریا اوسېدونکي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، داسې انګېرل کېږي چې دا کسان چې ټول ځوانان دي د پناه غوښتنې په نیت دې هېواد ته ورغلي وي.
د پولیسو په خبره دوی د شمالي ایرلنډ یو ۲۵ کلن اوسېدونکی د دې پېښې په تور نیولی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په دې پېښه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، دی په منظم ډول تازه معلومات تر لاسه کوي او پولیسو ته یې امر کړی چې پېښه په جدي توګه وڅېړي.