د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، دوی د افغان سولې خبرو د بیا پیلېدو ملاتړ کوي خو له طالبانو هم غواړي چې خپله لیوالتیا وښیي.
ینس سټولټنبرګ چې نن چهارشنبې یې بروکسل کې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمنه ده او ډاډ ورکوي چې دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي.
هغه دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت په اړه وویل دغه ډله لاهم افغانستان کې فعاله ده او څور ورځې وړاندې یې د ننګرهار یوه جومات کې ۶۹ کسان ووژل.
د ناټو عمومي منشي همداشان وویل داعش هڅه کوي په دې هېواد کې د پښې ځای پیدا او له دې ځایه خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي، خو په خبره یې، دوی په دې برخه کې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او ملاتړ ته یې دوام ورکوي.
سټولټنرګ زیاته کړه چې دوی له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلي او که چېرته اړتیا ولېدل شي نو له هغوی سره یو ځای به له دې هېواده خپل سرتېري وباسي.
ده د افغانستان د ټاکنو په تړاو هم وویل دغه بهیر کې ټولې خواوې باید د ټاکنو کمیسیون ته واک ورکړي او د ټاکنو پایلې ومني.
سټولټنبرګ افغانستان کې رڼې ټاکنې مهمې وبللې.