د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، بریټانیا، ملګري ملتونه او امریکا بروکسل کې په دې سلا شوي چې د افغان سولې بهیر نه په ګډه ملاتړ وکړي.
د دغو هیوادونو استازو ویلي چې افغانستان کې پایداره سوله، یواځې د یوې سیاسي هوکړې له لارې رامنځته کیدای شي.
دوی ویلي د طالبانو، افغان دولت او نورو سیاسي او مدني ډلو په مرسته به د یوې سیاسي هوکړې رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
د یادو هیوادونو ګډه ناسته کې پر دې هم خبرې شوي چې د افغانستان نوی دولت طالبانو سره د مذاکراتو مسوولیت پر غاړه واخلي.
دوی د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې اوربند ومني، ترڅو ګډونوال وکولی شي د افغانستان راتلونکي لپاره دسیاسي نقشې معلومولو باندې هوکړه وکړي او د تلفاتو او تاوتریخوالو کمولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
د بروکسل غونډه کې همداشان د افغان حکومت مشرانو او سیاسي څیرو نه غوښتل شوي چې طالبانو سره خبرو لپاره یو بشپړ مذاکراتي پلاوی چمتو کړي.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان جګړه کې ښکیلو غاړو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي او یوې پایدارې سولې ته رسیدو لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي.
ټاکل شوې ده چې سبا د پنجشنبې په ورځ بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه هم جوړه شي.
دې غونډې کې د افغانستان پر مسایلو بحث کیږي.
همداشان په پام کې ده چېتر راتلونکو لسو ورځو پورې په چین کې د افغانستان د سولې په تړاو دوې مهمې ناستې جوړې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکا هره هغه هڅه چې افغانستان کې د سولې او ثبات لامل کیږي، ملاتړ یې کوي.
لومړنۍ ناسته د اکټوبر په ۲۵مه ورځ د امریکا، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ کیدونکې ده او ورپسې دویمه ناسته د همدې میاشتې په ۳۱مه نیټه د افغانانو خپلمنځو غونډه کیږي.
په همدې حال کې قطر کې د چین ځانګړي استازي او د دغه هیواد سفیر د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د راتلونکو بین الافغاني خبرو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ملا برادر د چین ځانګړي استازي ډین ژیجون او د دوی سفیر سره لیدلي او دوی ورته چین ته د بین الافغاني خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
طالبانو ویلي: “یاد کنفرانس په مسکو او دوحه کې د شویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي.”
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه ورځ د افغان سولې په تړاو هڅو لپاره سفرونه پيل کړي دي.
زلمي خلیلزاد د سفر په پيل کې په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي دي.