قطر کې د چین ځانګړي استازي او د دغه هیواد سفیر د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د راتلونکو بین الافغاني خبرو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ملا برادر د چین ځانګړي استازي ډین ژیجون او د دوی سفیر سره لیدلي او دوی ورته چین ته د بین الافغاني خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو پورې په چین کې د افغان سولې په تړاو دوې ناستې جوړې شي.
لومړنۍ ناسته د اکټوبر په ۲۵مه ورځ د امریکا، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ کیدونکې ده او ورپسې دویمه ناسته د همدې میاشتې په ۳۱مه نیټه د سیاسي څیرو او طالب استازو ترمنځ کیږي.
طالبانو ویلي: “یاد کنفرانس په مسکو او دوحه کې د شویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي.”
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي وړمه ورځ د افغان سولې په تړاو هڅو لپاره سفرونه پيل کړي دي.
زلمي خلیلزاد د سفر په پيل کې په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي دي.
.