د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د معلوماتو د راټولولو مرکز د کولپ ماتیدل د یو شمیر نوماندانو او ټاکنو کمیسیون ترمنځ جنجال رامنځته کړی دی.
وړمه شپه داسې رپوټونه خپاره شول چې یو شمیر کسان د ټاکنو کمیسیون کې د حساسو موادو خونې کولپ مات کړی او دننه شوي دي.
اوس د دې پيښې کره جزیات نه دي معلوم شوي او په اړه یې هم بیلابیلې څرګندونې کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي چې نن سه شنبې یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل د بایومټریکو موادو د ټولونې خونې کولپ نه دی مات شوی، بلکې د ودانۍ د عمومي دروازي کولپ چې حساس نه بلل کیږي، مات شوی دی.
کمیسیون وویل دا کولپ د کمیسیون د ساتونکو له لوري له دې امله چې په انګړ کې له ساړه ځان وساتي او ګرم ځای ته لاړ شي، مات شوی چې دا یوه ستره تیروتنه ده.
د کمیسیون یوه کمیشنر وویل ساتونکو دا کار د دارلاانشا د امنیتي سلاکار په همغږۍ سره کړی دی.
دوی دا هم وویل چې په تیرو څو ورځو کې د تخنیکي ستونزو له امله هیڅ مواد سیستم ته نه دی انتقال شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزیب خبریالانو ته وویل چې کولپونه نه دي مات شوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړ شي او هر څه له نیږدې وګوري.
نوموړي وویل، چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده کړو ودانۍ دهلیز کې ځای پرځای شوي او ددې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسولینو په شتون کې پرانستل شوې ده.
د ټاکنو کمیسیون په دې تړاو د څیړنې په موخه د یوه پلاوی د جوړیدو خبره هم وکړه.
د کورنیو چارو وزارت هم په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هرډول مداخله رد کړې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم پرون ادعا وکړه چې د ټاکنو کمیسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی. د دغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. عثماني د ټاکنو کمیسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب الرحمن ننګ د دندې د ځنډیدو غوښتنه وکړه.
په یوه اعلامیه کې چې نن د دغې ډلې له لوري خپره شوې راغلي چې د بایومټریکي موادو د ټولونې خونې یا (ډیټا سنټر) کولپ د امنیتي کسانو او د دولت جوړونکی ټیم له لوري مات شوی دی.
د عبدالله ډله دا کار پر جمهوریت او دیموکراسۍ برید بولي او وایي چې په ډیرو شیانو کې لاسوهنه شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې برید کوونکو د هغو بایومټریک ماشینونو چیپونه بدل کړي او محتوا کې یې لاسوهنه کړې چې رایې یې قرنطین شوې وې.
دوی د ټاکنو له کمیسیونه غوښتی چې د یادو بایومټریک ماشینونو رایې سیستم ته داخلې نه کړي.
د یادولو ده چې د ټاکنو کمیسیون د نږدې ۲۶۰۰ بایومټریک ماشیونو رایې د لا څیړنو په موخه قرنطین کړي و.
د ثبات او همپالنې ډله ادعا کوي چې د ټاکنو کمیسیون د ای ټي تخنیکي ټیم ۷ تنه غړي هم په دې کار کې لاس لري.
دوی ګواښ هم کړی چې که چیرې یې غوښتنې ومنه منل شي نو د راتلونکو هر ډول احتمالي پيښو پړه به د کمیسیون پر غاړه وي.
د ټاکنو یو شمیر څارونکي ویره لري وایي داسې نه چې د کولپ ماتیدو سره د ټاکنو بهیر ودریږي او افغانستان له بحران سره مخ شي.