یو شمیر امریکایي سرچینو ویلي د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د خپلو ځواکونو احتمالي وتلو ته چمتووالی نیسي.
ان بي سي خبري شبکې د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکلی که څه هم پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو وتلو په تړاو د ټرمپ له لوري کوم امر نه دی ترلاسه کړی، خو بیا هم د احتمالي وتلو لپاره پر چمتووالي بوخت دی.
په رپوټ کې راغلي هغه شان چې ټرمپ د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د وتلو فرمان ورکړ، کیدای شي چې د افغانستان په تړاو هم همدې ته ورته پریکړه وکړي.
رپور کې ویل شوي چې حتی د یوې اونۍ په ترڅ کې وتلو ته هم چمتووالی نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې پرون د امریکا دفاع وزیر، مارک سپیر کابل کې وویل تر اوسه د وتلو کومه پریکړه نه ده شوې او دا کار افغانستان کې شرایطو پورې تړاو لري.