د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره لیدلي دي.
ینس سټولټنبرګ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ناټو د افغانستان او د دغه هیواد د سولې تړون شرایطو ملاتړ ته ژمنه ده.
زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره د خپلو سفرونو نوی پړاو پرون پيل کړی دی.
ښاغلی خلیلزاد له بروکسل وروسته فرانسې او روسیې ته ځي.
د افغانستان سولې بهیر ګړندي کولو لپاره د غوره لارو لټولو هڅې د خلیلزاد د دې سفرونو اصلي موخه بلل شوې ده.
همداشان ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه هم جوړه شي.
دې غونډې کې د افغانستان پر مسایلو بحث کیږي.
د امریکا دفاع وزیر چې دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و، وویل چې د خپلو سترګو لیدلی حال به د بروکسل ناسته کې خپلو شریکانو سره شریکوي.