د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي ویلي هغه طالب مشران چې پاکستان کې میشت دي، اړیکې یې افغانستان کې له جنګیدونکو جنګیالیو سره پرې شوي دی.
مسعود اندرابي کابل کې د خبرو په ترڅ کې ویل، طالبان تر بل هر وخت زیات ځپل شوي او اوس د دوی پاکستان میشتي مشران نشي کولی افغانستان کې له خپلو جنګیالیو سره اړیکه ونیسي.
ښاغلی اندرابي هغو مراسمو کې خبرې کولی چې د جنرال رازق په نوم د پولیسو د اکاډمۍ د نومونې لپاره جوړ شوي و.
اندرابي دغو مراسمو کې وویل هغه افسران چې له دغې اکاډمې فارغیږي، د جنرال رازق له وطن پالنې افکار سره به سمبال وي.
ولسمشر غنی درې ورځې وړاندې د پولیسو اکاډمي د جنرال رازق په نوم نومولی و.
اندرابي وویل افغان امنیتي ځواکونه په ډیرې اوچتې روحیې سره د جګړې لومړۍ کرښه کې له نړیوالو ترهګرو سره پر مبارزه بوخت دي.