نن چهار شنبه سهار د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې دروازې ته څېرمه موټر بم چاودنه رامنځته شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، نن سهار شاوخوا ۹:۰۴ دقیقې د کابل ښار د شپږمې حوزې ته څېرمه موټربم چاودنه رامنځته شوې چې له امله یېه امله د څلور پولیسو په شمول ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۵ تنه ټپیان دي چې، لدې جملې ۹۲ تنه ولسي وګړي دي.
وسله والو طالبانو د چاودنې پړه په غاړه اخیستې ده. ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویتر کې لیکلي چې، د افغان امنیتي ځواکونو د جلب او جذب په مرکز یې ځانمرګی برید ترسره کړی او د درنو تلفاتو ادعا یې کړې ده.